ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد هوايي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان پوځي مرکزونه په میرانشاه او سپین وام کې بمبار کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو بریدونو کې د میرانشاه او سپین وام پوځي قرارګاوې ویجاړې شوي او درانه تلفات ورته اوښتي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه بریدونه د پاکستان د پوځي رژیم د پرلهپسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

