د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل اوزبيکستاني سیال بختیار سعیدوف سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې د سیمهییز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د غیرې قانوني تېري په اړه خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې اړیکه کې مولوي امیر خان متقي د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړی او دغهراز یادونه یې کړې، چې د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د دفاع لپاره ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هوکړې له لارې د ستونزو په حل باور لري؛ خو د تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع خپل حق بولي.
ورته مهال د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د روان وضعیت د حل یواځینۍ اغېزمنه لاره ډېپلوماسي ده او هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.

