د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تورخم او سپین بولدک کې د راستنېدونکو کډوالو پر پنډغالو د بې ګناه ملکي وګړو پر دوام په عمري پنډغالي او سپین بولدک کې پر انځرګي پنډغالي بریدونه کړي.
ددغو بریدونو په پایله کې یو شمېر بې ګناه راستانه شوي کډوال، ښځې او ماشومان شهیدان او زخمیان شوي دي.
یاد وزارت د پاکستاني لوري دغه جنایت په سختو ټکو غندي او دغه ډول کړنې د نړیوالو بشري اصولو او انساني ارزښتونو څرګند نقض او د هېڅ ډول توجیه وړ نه ګڼي.
د یاد وزارت په وینا؛ راستنېدونکي کډوال هغه ملکي وګړي دي، چې د تېرو جګړو او نا امنیو له امله کډوال شوي، مګر اوس د پاکستان له لوري د ټولو نړیوالو قوانینو پرخلاف په زوره او په جبري ډول را شړل کېږي.
وزارت زیاته کړې، په دغو مظلومو وګړو بریدونه نه یوازې اخلاقي او انساني جرم دی، بلکې د نړیوالو قوانینو او د جګړې د اصولو هم خلاف عمل ګڼل کېږي.
دغهراز یاد وزارت له نړیوالو هېوادونو، بشري او خيريه سازمانونو غوښتي، چې د دا ډول جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په پاکستاني لوري غږ کوو، چې د ملکي وګړو پر وړاندې خپل مسوولیت وپېژني او له دا ډول ناوړه تاوتریخوالي لاس واخلي.

