د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هغه بریدونو په اړه چې د اسراییل او امریکا له لوري پر ایران پيل شوی او د ایران له خوا د خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره پراخ شوی دی، ژوره اندېښنه څرګندوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د منل شويو اصولو له مخې د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم نقض او د بېګناه ملکي وګړو وژل د غندنې وړ کړنې دي.
دغهراز وروستيو سیاسي او امنیتي بدلونونه په سیمه کې په بېساري ډول تاوتریخوالی زیات کړی، چې منفي او اوږدمهاله اغېزې به یې ټوله سیمه تر خپل اغیز لاندې راولي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې له ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي، د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره سملاسي پوځي اقدامات ودروي او موضوعات د ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

