المرصاد د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تېره شپه د اورکزیو د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمو کې له داعشیانو سره نښته رامنځته شوې چې په پایله کې یې د دوو مهمو قومندانانو په شمول نهه داعشیان وژل شوي دي.
د سرچینو له قوله، په وژل شویو قومندانانو کې حاجي عبدالرحمن او ملا فاروقي شامل دي.
د یادونې وړ ده، وړمه شپه هم د تیرا په توردره سیمه کې د داعشیانو پر یوه ډله عملیات ترسره شوي وو.

