ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قطر کې افغان اتباعو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت مېشتو افغان هېودوالو ته د اوسنیو شرایطو او تحولاتو په نظر کې نیولو سره سپارښتنه کړې، چې لازم احتیاطي تدابیر جدي مراعت کړئ او تر بلې خبرتیا پورې په خپلو کورونو کې پاتې شئ له غیرې ضروري تګ‌ راتګ څخه جدي ډډه وکړئ.

په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د قطر دولت د رسمي مراجعو له لوري خپرې شوې د خوندیتوب لارښوونې دې په جدي ډول عملي شي او هېوادوال دې یوازې له باوري او رسمي سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي.

دغه‌راز په یاده خبرتیا کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې خپله ارامي او حوصله وساتي او د وروستیو حالاتو په اړه ځانونه باخبره وساتي.

سفارت ډاډ ورکړی، چې د هر ډول بیړني حالت په صورت کې د خپلو هېوادوالو خدمت ته چمتو دی او د بیړنیو اړیکو شمېرې یې په لاندې ډول خپرې کړې دي.

واټساپ: 70411026 – 55747629 مستقیم تماس: 77772108 – 66957279