ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي له خپل ایراني سیال سره د سیمې وضعیت په اړه خبرې کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال ډاکټر سیدعباس عراقچي سره د ټلیفون له لارې د سیمې وضعیت او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیر خان متقي په دې خبرو کې په ایران کې د وروستیو پېښو په اړه د اندېښې څرګندولو تر څنګ پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه غندلي او د دې هېواد له حکومت او خلکو سره یې د ایران د رهبر په نښه کېدو له امله خپل د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي.

ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر له غمشریکۍ څخه د مننې ترڅنګ د روان یرغل پر وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت لید او دریځ واضح کړی.

دغه‌راز د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هېوادونو حریم نقض کول د نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل بولي او د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کوي.