د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر او د ماموریت مشر سادین اییلدیز سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر فعلي وضعیت، بېلابېلو چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون په تړاو هر اړخېرې خبرې شوې.
مولوي مطیع الحق ویلي؛ د ظرفیت لوړونې، نړۍوالو چاپېریالي پروژو کې د افغانستان د ونډې، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د ځنګلونو او او وحشي ژوو د ساتنې، په چاپېریالي برخو کې د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو، نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او همداراز په سیمهییزو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون لپاره د ترکیې همکاري اړینه ده.
دغهراز نوموړي له سفیر څخه غوښتي، چې د ترکیې د (COP-31) نړۍوال کنفرانس کې دې د افغانانو لپاره د ګډون زمینه براره کړي؛ ترڅو وکولی شو خپلې چاپېریالي ستونزې تر نړۍوالو ورسوو او په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره شي.
ښاغلي خالص ټینګار کړی چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي؛ ځکه ولسونه ترې زیانمن کیږي، دا بشري موضوعات دي او باید له سياست څخه جلا شي.
همدارنګه په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر او د ماموریت مشر ویلي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې نړۍوال د افغانستان ډیر پوروړي دي؛ ځکه افغانستان د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ډیر زیانمن هېواد دی، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې په رامنځته کېدو کې یې ډیر رول پرمختللي هېوادونه لري او هغوی باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ چمتو یو په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړو او په وینا یې موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکې کړو او هڅه به مو دا وي چې څنګه وکولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې خپلې تجربې، مشورې او مشترکې همکارۍ ته دوام ورکړو.
دغهراز د لیدنې په پای کې د ترکیې شارژدافیر ژمنه کړې، چې د دوست هېواد په توګه به هغه څه وکړو چې په وس کې مو دي.

