د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستېو کړکېچونو او نښتو له زیاتېدو وروسته، د پېښور پولیسو سلګونه افغان کډوال د ناقانونه استوګنې په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره تورخم او تخته پل کې د کډوالو مېشت غالي په نښه شوي، چې پر مهال یې ګڼ شمېر راستانه شوي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دغو اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د تېرو دوو ورځو پر مهال په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په څرګند ډول چټکه شوې او په پېښور، کراچۍ او کویټه کې افغان مېشتو سیمو کې پراخ عملیات روان دي.
ورته مهال یو شمېر رسیو د پېښور پولیسو له قوله ویلي، چې دغه نیونې د «ناقانونه کډوالو د پاکولو عملیاتو» په اډانه کې ترسره کېږي او نیول شوي کسان موقتي د ایستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

