ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د افغانانو د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره هڅې کوي

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وایي، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د افغانستان د خلکو د سر، مال او عزت د خوندي ساتلو لپاره هڅې کوي.

نوموړي د هېواد ټولو وګړو ته ډاډ ورکړی، چې دغه ځواکونه د بشپړ چمتووالي، لوړې روحیې او قوي همغږۍ په درلودلو سره خپلې دندې د هېواد د امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه په بریالیتوب ترسره کوي.

د ښاغلي خوارزمي په وینا، د ملي دفاعي ځواکونو عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ روان دي او هر ډول ګواښ ته به پر خپل وخت او قاطع ځواب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د افغان ځواکونو د غبرګونیزو عملیاتو ملاتړ څرګند کړی او د پاکستاني ملېشو پر وړاندې یې د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتووالی ښودلی دی.