د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت، د «ردالظلم» عملیاتو د وروستیو جزییاتو د شریکولو په موخه جوړ شوي خبري کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم تر دې دمه ۱۱۰ ملکي وګړي، چې له ۶۵ څخه زیات یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسولي او ۱۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د یاد رژیم په بریدونو کې ملکي وګړو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
دغهراز ملا حمدالله فطرت پر افغانستان تېری او د ملکي وګړو په نښه کول وغندل او د بشر حقونو له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل، چې د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندي او د مخنیوي لپاره یې له افغان ولس سره ودرېږي.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه دفاع مشروع حق لري او تر هغه وخته به د دښمن پر وړاندې درېږو تر څو چې یاد تېری په بشپړه توګه نه وي ختم شوی.

