ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱۵۰۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په تېرو څه‌باندې څلورو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰۰ نوې مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۳۰۰ سایټونه د اترا ادارې له لوري او ۱۲۰۰ نور د خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا جوړ شوي، چې په هر یو سایټ شاوخوا اته میلیونه افغانۍ لکښت راغلی دی.

همداراز ویل شوي، چې په ۳۰ ولسوالیو کې لومړی ځل مخابراتي او انټرنېټي خدماتو ته لاسرسی برابر شوی، چې ورسره به د خلکو د اړیکو او معلوماتي اسانتیاوو کچه لوړه شي.

د اقتصادي معاونیت په وینا، دغه ګامونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د خدمتونو د ښه‌والي په موخه اخیستل شوي دي.