ملي دفاع وزارت وایي، د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د شپږمې سرحدي عبيده لواء اړوند دفاعي ځواکونو تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم ۷ پوستې په بشپړه توګه فتحه کړي.
ددغه وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې لسګونه پاکستاني ملېشو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
دغه راز په دې عملیاتو کې ۷ میله سپکې او درنې وسلې، ۸ دوربینونه، ۲ پایې غټې مخابرې او زیات شمېر مهمات هم غنیمت شوي دي.

