ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هېواد کې ولسي لاریونونه؛ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژيم د تېري غندنه!

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملېشو د بريدونو په دوام، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ولسي وګړو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوي دي، د سمنګان ولایت زرګونو اوسېدونکو د پاکستاني ملېشو دغه غیرې انساني او غیرې اسلامي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د دښمن د ملېشو پر وړاندې یې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له غچ اخیستونکو عملیاتو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

د سمنګان ولایت اوسېدونکو همدارنګه له خپلې خاورې څخه په ساتنه کې د اسلامي امارت مجاهدینو سره څنګ کې درېدو ته ځانونه ژمن بللي او له هېواد څخه دفاع او ساتنه یې د دې ټاټوبي د ټولو اوسېدونکو مسولیت بللی دی.

دغه‌راز د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي، افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري؛ خو پاکستان د انګریز په لاس جوړ شوی هېواد دی.

دوی زیاته کړې، پاکستان پر افغانستان له برید مخکې باید لومړی له انګلیسانو، روسانو او امریکایانو څخه درس اخیستی وای.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي افغان ځواکونو ته په خطاب کې وايي،  تاسو یوازې نه یئ! د افغانستان ټول ملت ستاسو  تر څنګ ولاړ دی!

همدارنګه د کاپیسا ولایت اوسېدونکي وايي، افغانان په جګړو کې را لوی شوي دي، د پاکستان له بریدونو وېره نه لري.

دوی زیاته کړې، افغانستان داسې یو هېواد، چې ناټو په څېر سترو ځواکونو په کې ماتې خوړلې او هېڅ هېواد دلته نه شي بریالی کېدلی.

یاد اوسېدونکي وايي، چې له هېواد څخه دفاع لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

ورته مهال د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې خلکو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان پوځي رژیم پر ضد لاریون کړی او پر ملکي وګړو یې د پاکستان وحشیانه بریدونه غندلي دي.

همدارنګه د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې لاریون کوونکو د پاکستان پوځي رژیم تېری غندلی او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړی دی.

د کونړ اوسېدونکو هم د پاکستان پوځي رژیم تېری غندلی او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړی دی.

دوی وايي، که په تن کې مو یو څاڅکی وینه وي له خپل نظام او خاورې څخه به دفاع کوو.

د کونړ اوسېدونکو زیاته کړې، چې پاکستاني ملېشې پر ملکي وګړو بریدونه کوي او له نړیوالو یې غوښتنه کړې، چې د یادو بشري جنایتونو مخنیوی وکړي.

ورته مهال د کندوز ولایت اوسېدونکو هم د پاکستان پوځي رژیم تېری غندلی او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړی دی.

دوی وایي، تر څو چې مو په بدن کې یوه قطره وینه وي، له هېواده به دفاع کوو.

همدارنګه د کندوز د څلورمې امنیتي حوزې امر وایي، که مو هېواد ته څوک په بده سترګه وګوري سترګې به یې په ګوته راوباسو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ډېری ولایتونو کې د هېواد له دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ او د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له غچ اخیستونکو عملیاتو څخه په ملاتړ، لاریونونه ترسره شوي دي.