ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د رسنیو کړنې ستایلې دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د رسنیو له مسولینو سره د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست له لوري د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې د رسنیو مسولینو د خپلو وړاندیزونو او مشورو د شریکولو ترڅنګ د فریکونسي او پخوانیو مالیاتو په اړه خپلې غوښتنې هم شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د رسنیو مسولینو څخه په مننې د اسلامي امارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو د رسنیز کولو، د خپلو رسنیزو مسولیتونو او رسالت د ښه ترسره کولو، پر وخت اطلاع رسونې، د طبیعي پېښو، د راستنو شویو کډوالو او ملي مسایلو اړوند د معلوماتو او راپورونو د جوړولو له امله د رسنیو کارونه ستایلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د رسنیو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی وړاندیزونه او غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.