د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د تېري په اړه خبرې شوې دی.
دغهراز مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت متوازن او اقتصادمحوره سیاست ته په اشاره ټینګار کړی، چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.
همدا راز د چین سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړی، چې چین د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه بولي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او دغهراز یادونه یې کړې، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې خنثی کړي.

