ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت او IFS سويډني شرکت په ګډه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د ډیجیټلي خدمتونه پراخوي

د افغانستان برېښنا شرکت او IFS سويډني شرکت ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د سافټویر او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا په موخه انلاین ناسته وشوه.

یاده ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، برېښنا سکتور خدمتونو روڼتیا کې د ځيرک سیسټمونو کارول ګټور بللي او ټینګار یې کړی، چې د دغه پرمختګونو پربنسټ کولی شو د پېرودونکو رضایت زیات کړو.

په ورته وخت کې، د IFS سويډني شرکت استازي انډریو سدرلېنډ په برېښنا او صنعتي سکتورونو کې د مصنوعي ځیرکتیا سافټويرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

 نوموړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ياد شرکت د پروژو، تجربو او تخنیکي وړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي همکاريو د تنظيم او په راتلونکې کې د ممکنه ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت او IFS سويډني شرکت ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د سافټویر او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا په موخه انلاین ناسته وشوه.