ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت رییس الوزرا د مالیزیا لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي

د اسلامي امارت ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د ټلیفون له لارې د سیمه ییز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د نظامي تېري په اړه خبرې کړې دي.

په دې اړیکه کې  رییس الوزرا د سیمې د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د هېوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو شهیدانول یې غندلي دي.

د اسلامي امارت ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ویلي، د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزي نه شي حل کولای، د افغانستان اسلامي امارت اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌، خو د تېري په صورت کې له خپلې خاورې او اولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي.

ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي وضعیت خواشینی کړی دی او هیله یې ښودلې چې روان کړکیچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړې، چې هڅې کوي له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.