ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي: اسلامي امارت له دیپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې  په دې اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي امیر خان متقي د پاکستان له لوري د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې د وروستیو تېریو په اړه د افغانستان موقف شریک کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره دیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو د خپل ولس او خاورې د دفاع حق خوندي ګڼي.

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې ستونزې باید د سیاسي ډیالوګ له لارې حل شي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، روسیه چمتو ده چې د کړکېچ د حل په برخه کې مرسته وکړي.

همدرانګه په پای کي دواړو لوریو د ورته اړیکو او د نظر د تبادلې پر دوام ټينګار کړی دی.