د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د پاکستاني پوځي رژيم له خوا د افغانستان پر خلاف د تېری پر دوام او د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې شوې دي.
په دې اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د سیمې له وروستي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د تېري ترڅنګ، پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه او خلیجي هېوادونو ته د جګړې د لمن پراخېدل د غندنې وړ ده او باید ودرول شي.
دغهراز ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل بولي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.
همدارنګه د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر ویلي، چې سیمه له سخت پړاو څخه تېرېږي او زیاته کړې یې ده، چې د قطر پر لور د ایران له خوا د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه شوي، چې ډېری یې شنډ شوي دي.
ښاغلي الخليفي زیاته کړې، چې قطر د سولې کور دی او تل يې په نړۍ کې د شخړو سولهييز حل باندې ټينګار کړی دی. دغهراز په پای کې دواړو لوریو د ډیپلوماسۍ د مسیر پر انتخاب، د خبرو له لارې د ستونزو پر حل او د دواړو لوریو ترمنځ د دوامداره تماسونو او د نظر د تبادلې پر دوام ټینګار کړی

