په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له ځنډ پرته دوام لري.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېڅ بهرنۍ جګړې او مداخلې تر اغېزې لاندې نه دي راغلي.
بیکدلي ويلي، د ایران استازولۍ په ټول ځواک سره د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د خدمت کولو په حال کې دي.

