د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د ناروې د کډوالو شورا له مشر تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ناروې د کډوالو شورا مشر له دغه وزارت څخه د ځانګړو حرفو د ښوونیز نصاب د برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه راز وویل، هڅه کوي د خپل هېواد اړوندو مسولینو ته ډاډ ورکړي چې په بېلابېلو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو مرستیال هم په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او له یادې ادارې یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د مهارتونو د پراختیا لوی رییس، د بهرنیو اړیکو رییس او د وزارت مقام سلاکار هم ګډون درلود.

