ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو ټیلیفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې خبرو کې پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې شوې دي.

دغه‌راز یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د واړو لوریو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي بللي او د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران تېری او د سیمې نورو هېوادونو ته د جګړې د پراختیا احتمال یې د غندنې وړ بللی دی.

ورته مهال دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم خبرې کړې دي، چې په ترڅ کې یې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېریو او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دریځ بیان کړی دی.

په پای کې دواړو لوریو د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر لاره د تګ او د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري ټینګار کړی دی.