اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې غونډې په ترڅ کې د سیاسي چارو کارپوهانو، خبریالانو او د رسنیو د مسولینو فعالیتونه ستایلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني ویلي، چې د نظام او اوسني امنیت ساتنه د ټولنې د هر وګړي مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیاسي چارو د شنونکو دریځ او د رسنیو فعالیتونه د جګړو په حالاتو کې د عامه پوهاوي او د ولسونو ترمنځ د سیاسي شعور د رامنځته کولو لپاره مهم ارزښت لري.
ښاغلي حقاني ویلي، د افغانستان د خلکو ګټې مشترکې دي او ساتنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی. د ده په وینا، رسنۍ مسؤلیت لري، چې حقایق په روښانه ډول انعکاس کړي او د هېواد اصلي او واقعي انځور نړیوالو ته ورسوي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د هېواد د خلکو ترمنځ هېڅ ډول ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته او په هېواد کې اتحاد او ورورولي حاکمه ده.
د ښاغلي وزیر په وینا: مغرضې رسنۍ هڅه کوي، چې د ناسمو او له حقیقت څخه لرې خبرونو او راپورونو په خپرولو سره د عامو خلکو ذهنونه ګډوډ کړي؛ زموږ او ستاسو مسولیت دی، چې له دې کار څخه مخنیوی وکړو او عيني واقعيتونه خپاره کړو.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، رسنۍ د خلکو د رواني امنیت ساتونکي دي او په دې برخه کې یې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي ویلي، د سیاسي چارو فعالانو او خبریالانو اوږه په اوږه د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کړی او د عامه افکارو د وېښتابه هڅې یې کړي.
د غونډې په پای کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي اثارو د راټولو او تنظیم رییس قاري عبدالستار سعید، د سیاسي چارو شنونکو او د خبریالانو مسولینو له اسلامي نظام څخه ملاتړ د رسنیو مسولیت وباله او ویلي یې دي؛ رسنۍ باید د تېر په څېر په سختو ورځو کې د اسلامي نظام او نورو ادارو سره اوږه په اوږه ودرېږي او خپل مسولیت په ښه توګه ادا کړي، ځکه رسنۍ د نظام ستنې دي او د نظام ساتنه بې له رسنیو ناممکنه ده.

