د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایران د نفتو بیو د لوړېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې نړۍ باید ځان چمتو کړي، ځکه ښايي د نفتو د هر بېرل بیه ۲۰۰ ډالرو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په فارس خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو ترڅنګ، پر اسراییل او د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې پر ځینو هدفونو هم بریدونه کړي دي.
راپور زیاتوي چې دغو بریدونو وښوده، سره له دې چې پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه شوي، خو ایران لا هم د ځواب ورکولو او د جګړې د دوام وړتیا لري.

