ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صدیق الله نصرت: د افغان مجاهدینو د تلفاتو په اړه د پاکستان ادعاوې تبلیغات دي

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق‌الله نصرت د افغان مجاهدینو د تلفاتو په اړه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعاوې ناسمې او تبلیغات ګڼلي.

ښاغلي نصرت ويلي، پاکستاني لوری د نا سمو راپورونو په خپرولو سره هڅه کوي خپل هغه درانه تلفات چې د افغان ځواکونو له لوري ورته اوښتي پټ کړي.

د نوموړي په وینا، د افغان مجاهدینو په بریدونو کې سلګونه پاکستانۍ ملېشې وژل شوي او سلګونه تنه نور ټپیان شوي او همدارنګه د هغوی لسګونه پوستې او قرارګاوې له منځه تللې دي.