ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نورجلال جلالي: د هېوادوالو د روغتیایي ستونزو پر وخت حل مو لومړیتوب دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال مولوي عبیدالله امین‌زاده او مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره په لیدنه کې یتیمو ماشومانو او له زیان‌ سره د مخ اشخاصو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د زیانمنو شویو روغتیایي ستونزې پر وخت حل کړي.

د ټولنیزو چارو مرستیال مولوي عبیدالله امین‌زاده په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا له مسولینو غوښتي، چې د هېواد په سطحه روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او مېرمنو درملنې ته په غوره توګه پاملرنه وکړي.

همدارنګه دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې په معیاري ډول د خدماتو وړاندې کولو او تنظیم په موخه د هوکړه‌لیک د مسودې د تدوین او نهايي کولو په منظور یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته شي.