ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د پاکستان پوځي رژيم په هوايي برید کې ۳ ملکي کسان شهيدان شوي

د کابل ښار د ۲۱ حوزې اړوند سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم جیټ الوتکو له لوري د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي دي.

په یاد هوايي برید کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د کندهار هوایي ډګرته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تېلو ذخیره ویشتلې.

نوموړی زیاتوي یاد شرکت ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد تیاروي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان پوځي رژیم یاد بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستاني لوري هېڅ ظلم به بې ځوابه پاتې نه شي.