د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې لومړی ټاکل شویو کمېټو د خپلو ورسپارل شویو فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
یادې خبرپاڼې زیاته کړې چې وروسته د کور او ښار جوړولو او پوهنې وزارتونو د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.
همدارنګه د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زیات تدقیق په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې

