ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې مرستیال ویاند: د کابل ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې څه‌باندې زر دوسیو ته رسېدنه کړې

د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصوراحمد حمزه وایي، چې کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په تېرو دوو اونیو کې په جزایي، حقوقي او سوداګریزو برخو کې ټولټال ۱۰۵۲ دوسیو ته رسېدنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه دوسیې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ۹مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې ثبت او ارزول شوې دي.

د قاري منصوراحمد حمزه په وینا؛ په جزایي برخه کې، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په یادې مودې کې ۴۶۵ جزایي دوسیې واردې شوې، چې  له دې جملې څخه د ۸۹ دوسیو په تړاو قضایي قرارونه صادر شوي، ۳۴۳ دوسیې فیصله شوې، ۷۰ دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په حقوقي برخه کې بیا ۲۳۸ دوسیې ثبت شوي، چې له دې ډلې د ۱۵۰ دوسیو په اړه قضایي قرارونه صادر شوي، ۵۶ دوسیې فیصله شوې، ۲۶ دوسیې مکتوبي اجرا شوې او نورې تر څېړنې لاندې دي.

همدارنګه په سوداګریزه برخه کې ۱۸۳ دوسیې محکمې ته واردې شوې دي، چې له دې څخه د ۱۴۵ دوسیو په اړه قضایي قرارونه صادر شوي، ۱۳۰ دوسیې فیصله شوې، ۴۳ دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.