د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځي رژیم وروستيو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دا اقدام د منلو وړ نه دی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې اسلاماباد باید ژر تر ژره د کړکېچ کچه راکمه کړي او د خبرو مېز ته کیني، که نه نو د افغانانو له غبرګون سره به مخ شي.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ویلي: «ایا په اسلاماباد کې واکمن بنسټونه دا توان لري چې پاکستان په مسوولانه ډول رهبري کړي که نه؟»

