د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګيي د ټلیفون له لارې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمهییزو تحولاتو پر اغېزو خبرې کړي.
په دې اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست پر اقتصادمحوره تګلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.
همداراز نوموړي د سیمې وروستيو امنیتي حالاتو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت د هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي.
د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو تېریو په اړه د اسلامي امارت موقف هم شریک کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د پاکستان په بمباریو او توغندیزو بریدو کي زیاتره ولسي وګړي ښځې او ماشومان په نښه کیږي او ملکي تاسیسات وېجاړوي، چې ښه بیلګه یې د تېرې شپې د کابل او کندهار بریدونه دي.
ورته مهال ښاغلي وانګيي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده، چې چین د سیمې د ثبات او امنیت لپاره سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم بولي.
نوموړي همداراز د افغانستان له ډیالوګ محوره دریځ څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د عامو خلکو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي.
وانګيي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه ویلي، چې پوځي اقدامات د ستونزو حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ سطحه نوره هم لوړیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې چین د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

