د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر سیاسي شنونکو او ځینې رسنیزو څېرو سره ناسته او یو ځايي روژه ماتی کړی.
د غونډې په پيل کې، د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی څخه مننه کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي په ښه توګه تشريح کوي او تل يې داسلامي اوملي ګټو دفاع کړې ده.
ښاغلي حنفي په دې غونډه کې د سیاسي شنونکو د فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې اوسنی اسلامي نظام د ملت د قربانیو پایله ده او د ساتنې لپاره یې ټول متحد دي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ له هېچا سره جګړه او ستونزې نه غواړو او د متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو؛ خو که څوک زموږ ملي حاکمیت نقض کړي، د ملت او نظام دفاع پر ټولو لازمه ده.»
دغهراز ښاغلي حنفي د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، دا جګړه پر افغانستان تپل شوې ده او افغانان تر دې مهاله د ملت په ملاتړ او سلا مشورو د شته ګواښونو پر وړاندې بریالي شوي دي.
ورته مهال سیاسي شنونکو د افغانستان پر حریم د پاکستان پوځي رژيم بريدونه غندلي او له اسلامي امارت څخه يې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.
دوی ویلي، موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړو، خو دا چې زموږ حریم او ملي حاکميت نقض شو، نو اسلامي امارت انتقامي ځواب ورکړی او د ملت ټول اقشار د دوی تر شا ولاړ دي.
د یادونې وړ ده، جې په دې غونډه کې د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او د سياسي او ولسي چارو رئيس شيخ محمود ذاکري هم شتون درلود.

