ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان دفاعي ځواکونو د جنوبي وزيرستان پر ځانګړي نظامي کمپ برید کړی

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو پر کندهار د تېرې شپې د بریدونو د غچ اخیستنې په موخه د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د پوځ په یوه ځانګړي کمپ برید کړی.

په یاد برید کې د واڼه پوځي کمپ د SSG کمانډو ودانۍ او نور مهم تأسیسات په نښه شوي.

په دغه برید کې د یاد مهم مرکز د قوماندانۍ ډېره برخه او ځینې نور تأسیسات له منځه تللي او د پاکستان پوځي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.