ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست او نورستان کې د پاکستان پوځي رژيم په بريدونو کې ملکي افغانان شهيدان او ټپيان شوي

پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژيم د تېري او پر ملکي وګړو او عامه تاسسياتو د هوايي بريدونو په دوام تېره شپه يو ځل بيا یاد رژیم په خوست او نورستان ولايتونو کې هوايي بريدونه کړي، چې ملکي افغانان په کې شهيدان او ټپيان شوي دي.

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د دې ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند په نري کلي باندې د هاوان بریدونه کړي، چې له امله یې یوه ښځه شهیده شوې او د یوې ماشومې په ګډون پکې یوه بله ښځه ټپي شوې ده.

بل خوا، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند د افغان دوبۍ په سیمه کې هم د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي دي، چې په له امله يې دوه تنه ماشومان شهيدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت مقام ویاند په وينا، دغه راز د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د هاوان بریدونو له کبله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپي کېدو شوي، چې د ټپیانو له ډلې د دوو تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دغه راز د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې یو ملکي کور په نښه کړی، چې له امله يې یو تن شهید شوی او کور په بشپړه توګه له منځه تللی.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه افغان دفاعي ځواکونو هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ او د خوست ولايت غلام خان بندر ته څېرمه له فرضي کرښې هغې غاړې د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو ځوابي بريدونه کړي دي.