د افغانستان کرېکټ بورډ کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې وحشیانه برید په سختو ټکو غندلی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي؛ هغه کسان چې د اختر خوښیو ته په تمه وو، کورنۍ یې د ویر په ټغر کېناستې؛ دوی هیله لرله چې نور به یو سالم او عادي ژوند پیل کړي، خو د بشریت او انسانیت دښمنانو یې ټولې هیلي له منځه یوړې.
یادې ادارې زیاته کړې، چې له شک پرته د پاکستان پوځي رژیم د روژې مبارکې میاشتې د قدر په شپې یو ستر جنایت ترسره کړی دی او د سلګونه کسانو ژوند یې اخیستی دی چې نړۍ باید پرې غلې پاتې نه شي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، ټول لوبغاړي او کارکوونکي دغه برید په کلکو ټکو غندي او د قربانیانو د شهیدانو لپاره په جنت کې د لوړ مقام غوښتنه کوي او د هغوی کورنیو ته د صبر او زغم دعا وړاندې کوي.
دغهراز د سویلي افریقا پخواني کرکټ لوبغاړي هاشم امله په کابل کې د روږدو کسانو په یوه روغتون د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د تېرې شپې د برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ چې له دې پېښې ډېر خواشینی شوی دی، ځکه سلګونه بې ګناه ملکی وګړي قرباني شوي دي.
نوموړي د روژې د سپېڅلې میاشتې په ترڅ کې د مسلمانانو ترمنځ د داسې کړنو لیدل ډېر دردناک وباله او دعا یې کړې، چې الله تعالى د شهیدانو کورنیو ته صبر ورکړي او ټپيانو ته دې ژر روغتیا ور په برخه کړي.
دغهراز هاشم امله ټینګار کړی، چې په جګړه کې د بې ګناه ملکي وګړو بمبار کول لوی جرم دی او هیله یې ښودلې چې عقل او انسانیت په دې ډول پېښو کې غالب شي.
همدارنګه د کرېکټ نړیوال مبصر دیوندر کومار د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د تېرې شپې د برید په اړه ویلي یې دي، د دغه ډول بریدونو پر وړاندې باید ټول همغږي او یو غږ شو.
نوموړي ویلي، دغه تېری داسې وخت کې شوی چې د کابل وګړي د نوي کال او د اختر د لمانځنې په تمه وو، چې یادې پېښې ټول افغانان سخت خپه کړي دي.

