ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دونالد ټرمپ: لويديځ متحدين د امريکا د لسګونو کلونو ملاتړ وروسته اوس ناشکري کوي

د امریکا یو شمېر متحدینو له هرمز تنګي څخه د تېلو کښتیو د خوندي تېردو لپاره د جنګي بېړیو د لیږلو په تړاو د ډونالډ ټرمپ غوښتنه رد کړې ده؛ چې دغه کار د ټرمپ سخت غبرګون راپارولی.

رویټرز راپور ورکړ چې ډونالډ ټرمپ لویدیځ متحدین “ناشکره” بللي او ویلي یې دي، چې دوی د امریکا د لسیزو ملاتړ وروسته اوس همکارۍ ته لېواله نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ جګړه دریېمې اونۍ ته داخله شوې، او د هرمز تنګی، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه تېلو او مایع ګازو د لېږد لاره ده، د ډېری هېوادونو د تېلو کښتیو پر مخ تړلې ده.