د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور «په ۲۰۲۶ کال کې د ماشومانو پر وړاندې اقلیمي ګواښونه» کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو زیات ماشومان لږ تر لږه د اقلیمي بدلون له درېیو ګواښونو سره مخ دي.
د دې راپور پر بنسټ؛ سېلابونه، وچکالي، سخته ګرمي، بړبوکۍ او غبار هغه ګواښونه دي چې افغانستان کې یې د ماشومانو پر ژوند، روغتیا او زدهکړو اغېزه کړی.
یونیسف دغه راز ویلي، چې افغانستان په سویلي اسیا کې لومړی هېواد دی چې ماشومان یې تر ټولو زیات د اقلیمي بدلونونو څخه اغېزمن دي.
دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د اقلیمي پېښو پر وړاندې د مقاومو خدمتونو د پراختیا او د زیانمنو ماشومانو او کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

