ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سفارتونو او قونسلګريو ته د بهرنیو چارو وزیر سپارښتنه؛ د وروستي وضعيت په تړاو د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوئ

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په بهر کې د اسلامي امارت له سفارتونو او قونسلګریو سره انلاین غونډه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې غونډه کې، ښاغلي متقي یو ځل بیا د روږدو د درملنې پر روغتون شوی ظالمانه برید په کلکو ټکو وغانده او هغه یې د بشري اصولو ښکاره نقض وباله.

نوموړي د ټولو استازولیو مسولین وهڅول چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د روښانه دریځ، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.