ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي: اسلامي امارت د پاکستاني پوځي رژیم په ډیپلوماټیک نیت نور باور نه لري

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د نړیوال سازمان سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي، چې پاکستان نظامي رژیم خپل وروستي جنایت سره وښودله چې هېڅ ډول انساني او اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري.

نوموړي زیاته کړې، پاکستاني پوځي رژیم یاد جنایت په داسې حال کې تر سره کړو، چې چین او نورو هېوادونو د تاوتریخوالي کمېدو لپاره هڅې کولې.

د ښاغلي متقي په وینا، دغه رژيم د پخوا په څېر د پروژه یي جګړې او په سیمه کې د بې ثباتۍ په لټه کی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د پاکستان ډیپلوماټیک نیت باندې نور باور نه لري.

ښاغلي متقي زیاته کړې، پاکستان سیمي او نړۍ ته ثابته کړې چې دغه هېواد پر وحشیانه، غیر منطقي او بې توجیه کړنو لاس پورې کوي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د سیمي ټول هېوادونه باید د اسلامي امارت له حقې داعیې څخه ملاتړ وکړي او پاکستاني پوځي رژيم ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې برخلیک وننګوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې دوشنبې په شپه په کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون، د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف، بمبار وکړ، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دې برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شول.