د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، د کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت د ستونزو پر سولهییز حل باور لري.
رییسالوزرا د پاکستان د پوځي رژیم وروستۍ کړنې په افغانستان کې غندلي او ټینګار یې کړی، چې د خلکو او هېواد دفاع د اسلامي امارت دیني او وجداني مسولیت دی.
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي د هر لوري سره ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

