په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو د تفتیش بهیر پیل شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ د نېکمرغه کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم په امارتي ادارو کې د څارونکو له لوري د کارکوونکو د حاضرۍ څخه څار او پلټنه ترسره کېږي، ترڅو په کارونو کې چټکتیا رامنځته او د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه شي.
یاد وزارت د دې پلټنې موخه هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او په چارو کې د خنډ او ځنډ څخه مخنیوی ښودلی دی.

