د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، د دغه هېواد پر عدلي بنسټونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې قاضیان باید پر خپل چلند شرم وکړي.
نوموړي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې قاضیانو د خپلو شخصي ګټو لپاره خپل وجدان او رښتینولي له لاسه ورکړې او په عادلانه ډول پرېکړې نه کوي.
عمران خان زیاته کړې، چې د ده پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره د هغه مېرمن، بشریٰ بي بي، تر سختو شرایطو لاندې ساتل کېږي.
د نوموړي په وینا، بشریٰ بي بي د ورځې ۲۴ ساعته په یوازې بند کې ساتل کېږي او په اوونۍ کې یوازې د لنډې مودې لپاره د لیدنې اجازه ورکول کېږي، چې هغه هم ځینې وختونه لغوه کېږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر دغه وضعیت غیرې انساني بللی او ټینګار یې کړی، چې په اسلام کې د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو د ځورولو اجازه نشته.
نوموړي د عدلي بنسټونو څخه غوښتي، چې قاضیان باید د عدالت اصولو ته درناوی وکړي او له ورته کړنو ډډه وکړي.

