ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ پر ايران د پوځي عملیاتو ځنډېدو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره یې په تېرو دوو ورځو کې ګټورې خبرې درلودې او له همدې امله یې د جګړې وزارت ته امر کړی چې د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا پوځي عملیات د پینځو ورځو لپاره وځنډوي.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیل لیکلي، «د جنګ وزارت ته مې امر وکړ چې د ایران د انرژۍ تاسیساتو پر وړاندې خپل هر ډول پوځي عملیات د پینځو ورځو لپاره وځنډوي.»

تر دې وړاندې ایران خبرداری ورکړی وه، که چېرې امریکا د دوی د برېښنا پر تولیدي مرکزونو برید وکړي، نو ایران به هم د هرمز تنګی به په بشپړه توګه وتړي او به منځني ختیځ هېوادونو کې به د دښمن انرژي، د اوبو تصفیې مرکزونه او نور تاسیسات په نښه کړي.