په خیبرپښتونخوا کې د اسلامي امارت جنرال قونسل حافظ محبالله شاکر د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر او د وطن ګوند له مشر افتاب شېرپاو سره لیدنه کړې.
په خیبرپښتونخوا کې د اسلامي امارت جنرال قونسل مسولین وایي، چې په دې لیدنه کې د افغان کډوالو په ستونزو او اړوند نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دغهراز دواړو لوریو د شته ستونزو د حل په موخه پر په دوه اړخيز تفاهم ټينګار کړی او په دې برخه کې يې له خپلو اړخونو د اړینې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

