د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه.
د عدلیې وزارت په وینا، په دې ناسته کې نوموړي د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله د ټپیانو او زیانمنو کورنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې شیخ عبدالحکیم شرعي زیاته ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم بزدلانه بریدونه د هېواد په بېلابېلو ساحو کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د شهادت لامل شوي دي او اسلامي امارت دغو پېښو ته د د رسېدنې او د ټپیانو د درملنې په حال کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اړینه ده د دغو بریدونو له ټپیانو سره د مرستې په برخه کې، د خوست د سیمهییزو ادارو ترڅنګ خلک هم همکاري وکړي او د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
ورته مهال، علماوو او قومي مشرانو ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

