ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور لوګر ته د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه سفر کړی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت له مرستیال والي سره لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا، نوموړي دغه سفر د پراختیایي پروژو د وضعیت د ارزونې او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د سلا مشورو په موخه ترسره کړی دی.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ولایت د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو غوښتنې، وړاندیزونه او بنسټیزې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

په دې ناسته کې د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس هم د روانو پروژو په اړه تفصیلي راپور وړاندې کړ او دواړو لوریو په کلیوالو سیمو کې د خدماتو د ښه والي او د خلکو د ژوند د کچې لوړولو په اړه نظرونه تبادله کړل.

ورته مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د راپورونو له اورېدو وروسته مسولینو ته اړینې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د ولایت مقام سره په پوره همغږۍ کې ترسره شي.

نوموړي همداراز د اداري نظم پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مشرتابه اطاعت او خپلمنځي همغږي د بریا مهم اصل دی.