د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې په منځني ختیځ کې جګړه له کنټروله وتلې ده او دغه جګړه تر ټولو زیات زیان هغه کسانو ته رسوي چې هېڅ مسولیت نه لري، په ځانګړي ډول تر ټولو بېوزلو او زیامنو خلکو ته.
ښاغلي ګوترېش خپله اېکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې جګړه د حل لاره نه ده او ډیپلوماسي، د نړیوال قانون درناوی او سوله د دې ناورین څخه د وتلو لاره ده.

