د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د بشر حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې اسرائیلي رژیم په اشغال شویو سیمو په ځانګړې توګه بیتالمقدس کې د فلسطینیانو جبري بېځایه کولو ته زور ورکړی.
د دې رسنۍ په راپور کې د «بتسلم» په نوم د بشر حقونو د یوې ډلې له قوله راغلي، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطیني کورنۍ د بیتالمقدس په سویل او مسجد الاقصی ته نږدې له خپلو کورونو وېستل شوې دي.
د بشر حقونو دغې ډلې خبرداری ورکړی چې اسرائیلي رژیم د بیتالمقدس په ختیځ کې د قومي تصفیې د پراخولو په حال کې دی او فلسطیني کورنۍ په جبري توګه بېځایه کوي.
ورته مهال، د ناروې د کډوالو شورا هم ویلي چې د بیتالمقدس په ختیځ کې ۱۰۰۰ نورې کورنۍ هم په جبري توګه د وېستلو له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال ده، چې د ټولې اشغال شوې لویدیځه غاړې، له دې ډلې د ختیځ بیتالمقدس فلسطینیي اوسېدونکي د اسرائیلي ښارګوټو د اوسېدونکو او صهیونیستي رژیم عسکرو د تاوتریخوالي له څپې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسلطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي رژیم د نسلوژنې جګړې له پیل راپدیخوا یو زر او ۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

