اریانا افغان هوايي شرکت وایي، د یاد شرکت یوه الوتکه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له ځغاستلیکې څخه اوښتې، خو په دې پېښه کې هېچا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د شرکت په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې الوتکه تر تخنیکي کنټرول وروسته په خوندي ډول تم شوې او ټول مسافر او د الوتنې عمله په خوندي توګه له الوتکې څخه ترمینل ته انتقال شوي دي.
یاد شرکت مسافرو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی خوندیتوب یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به اړین تدابیر نور هم پیاوړي کړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.

